د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی چې تهران له امریکا سره د مخامخ خبرو اترو په دویم پړاو کې له ګډون څخه انکار کړی دی. د دې پریکړې اصلي لامل د واشنګټن غیر واقع بینانه او له حده زیاتې غوښتنې بلل شوي دي.

ایرنا خبري اژانس ویلي چې دا ګام د امریکا د پرله پسې دریځ بدلولو او د ایران د بندرونو د سمندري محاصرې د دوام په غبرګون کې اخیستل شوی دی. خو ځینې نورې سرچینې بیا وایي چې تهران لا تر اوسه خپله وروستۍ پریکړه نه ده کړې.

د امریکا لخوا د سمندري محاصرې پای ته رسول د خبرو د پیل لپاره د یوه اصلي شرط په توګه مطرح شوي دي. تر دې وړاندې ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی و چې د تړون نه کول به د ایران لپاره سختې پایلې ولري.

#ایران #امریکا #خبرې\_اترې #سیاست

🌐

Author