د افغانستان د سامبو کورش ملي لوبډلې دوو لوبغاړو عبدالمعروف محسني او روح الله نظري په ازبکستان کې د اسیا جام په سیالیو کې د برونزو مډالونه ترلاسه کړل. دا بریا د افغان سپورت لپاره یو لوی ویاړ ګڼل کیږي.

دغو افغان لوبغاړو وکولای شول چې له کوریا او قزاقستان څخه خپلو پیاوړو سیالانو ته ماتې ورکړي او دا مقام خپل کړي. دغه سیالۍ د اتل محمود خوارزمي د یاد په موخه د ازبکستان په اورګنج ښار کې جوړې شوې وې.

د دې سیالیو پنځم پړاو د اتلس کلنو لوبغاړو لپاره ځانګړی شوی و چې د سیمې د غوره استعدادونو په شتون کې ترسره شو. د دغو دوو ځوانو لوبغاړو ځلیدونکي شتون یو ځل بیا په نړیوالو ډګرونو کې د افغان ځوانانو وړتیا ثابته کړه.

#افغان\_سپورت #کورش #مډال

🌐

Author