د ایران دولتي رسنیو پاکستان ته د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي سفر په رسمي ډول تایید کړی دی. دا سفر د وروستیو سیمه ییزو پرمختګونو او د جګړې د وضعیت په اړه د خبرو په موخه ترسره کیږي.

عراقچي د خپل سفر په لومړي پړاو کې د پاکستان پلازمېنې ته ورځي او بیا به عمان او روسیې ته سفر وکړي. دا دیپلوماتیک حرکتونه د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند له پای ته رسېدو وروسته پیل شوي دي.

سي ان ان شبکې هم راپور ورکړی چې دا سفر د تهران او واشنګټن ترمنځ د مذاکراتو د دوهم پړاو د بیا پیل لپاره ترسره کیږي. یو امریکایي امنیتي ټیم هم په اسلام اباد کې د مذاکراتو د زمینې برابرولو لپاره شتون لري.

#ایران #پاکستان #عراقچي #مذاکرات #امریکا

🌐

Author