د طالبانو د حکومت سیمه ییزو چارواکو تایید کړې چې د ننګرهار ولایت په پچیر اګام ولسوالۍ کې د دوو وروڼو ترمنځ د ځمکې پر سر په وسله واله نښته کې درې کسان وژل شوي او دوه نور سخت ټپیان دي.
دا خونړۍ پېښه د یادې ولسوالۍ په بامخېلو کلي کې رامنځته شوې ده. امنیتي ځواکونو د دې پېښې په تړاو یو شکمن کس نیولی دی او د دویم تورن د نیولو لپاره هڅې لا هم دوام لري. د پېښې ټپیان د درملنې لپاره نږدې روغتون ته لېږدول شوي دي.
په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې کورنیو تاوتریخوالو او د ځمکې پر سر شخړو په بې سارې توګه زیاتوالی موندلی دی. دا ډول پېښې تل د هېوادوالو لپاره د درنو ځاني زیانونو لامل ګرځي.
#ننګرهار #افغانستان #کورنۍ\_شخړې
🌐