په منځني ختیځ کې د امریکا د متحده ایالاتو مرکزي قوماندانۍ یا سنتکام اعلان کړی چې د امریکا پوځي محاصرې د ایران سمندري سوداګرۍ په بشپړه توګه درولې ده. په دې اقدام کې د سمندر له لارې د ایران د ټولو صادراتو او وارداتو درول شامل دي.
سنتکام په ایکس شبکه کې د انځورونو په خپرولو سره ښودلې چې یوه امریکایي توغندي ویشتونکې کښتۍ د دې هیواد له نورو ځواکونو سره یوځای په ګزمه بوخته ده. امریکایي سمندري ځواکونه په عربي بحیره کې په بار وړونکو کښتیو کې د محاصرې دا عملیات ترسره کوي.
په داسې حال کې چې ایران تر اوسه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، ډونالډ ټرمپ ګواښ کړی چې له نوې موافقې پرته به اوربند وغځول نشي. تر دې وړاندې ایراني چارواکو خبرداری ورکړی و چې د دې محاصرې دوام کولی شي د هرمز تنګي د تړل کیدو لامل شي.
#سنتکام #ایران #امریکا
🌐