د هندو ماهاسابها یوې مشرې، میرا راتور اعلان کړی چې هر څوک د شاهرخ خان ژبه پرې کړي، هغوی ته به یو لک روپۍ انعام ورکړي.

دا ګواښ د هغه د کرکټ ټیم لخوا د یو بنګله دیشي لوبغاړي د اخیستلو له امله شوی دی.


شاهرخ خان د خپل ټیم (KKR) لپاره مستفیض الرحمن اخیستی دی. هندو سخت دریځه وایي چې په بنګله دیش کې پر هندوانو ظلم کیږي، نو باید د هغه هیواد لوبغاړو ته په هند کې ځای ورنکړل شي.


دا جنجالونه وروسته له هغې زیات شول چې په بنګله دیش کې د تاوتریخوالي راپورونه ورکړل شول. که څه هم دا لوبغاړی د حالاتو د خرابیدو مخکې اخیستل شوی و، خو سیاسي ګوندونه اوس هم شاهرخ خان ګرم ګڼي.

شاهرخخان #بالیووډ #کرکټ #هند #بنگلهدیش #جنجال #خبرونه #سیاست

Author