“د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي دي چې تهران به هیڅکله د امریکا د ګواښونو تر سیوري لاندې خبرو ته کښیني. هغه خبرداری ورکړی چې که چیرې له واشنګټن سره مذاکرات ناکام شي نو ایران به د جګړې په ډګر کې نوي انتخابونه وکاروي.

دا څرګندونې وروسته له هغه کیږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په پاکستان کې له ایران سره د اټومي تړون د لاسلیک کیدو ادعا وکړه. خو ایراني چارواکو دا خبره رد کړې او امریکا یې د اوربند په ماتولو تورنه کړې ده.

د تهران او واشنګټن ترمنځ اړیکې په داسې حال کې ترینګلې شوي چې په اسلام اباد کې مخکینۍ خبرې بې پایلې پای ته ورسیدې. ایران ټینګار کوي چې د هیڅ ډول پوځي او اقتصادي فشارونو پر وړاندې به تسلیم نه شي.

#ایران #امریکا #مذاکرات

Author