“په نیمروز ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وایي چې د طالبانو حکومت د ځواکونو له خوا پر یوې بې پیلوټه الوتکې د ډزو له امله یو ملکي وګړی وژل شوی دی. په دې خواشینونکې پیښه کې یو بل کس هم سخت ټپي شوی دی.

د راپورونو له مخې دا پیښه د دوشنبې په سهار هغه مهال رامنځته شوه کله چې دا کسان په زرنج ښار کې دننه په یوه موټر کې سپاره وو. د سیمې اوسیدونکي وایي چې دې الوتکې له تیرې ورځې راهیسې د ولایت په فضا کې ګزمې کولې.

تر اوسه د طالبانو حکومت چارواکو د دې بې پیلوټه الوتکې د هویت او د هوایي ډزو له امله د ملکي مرګ ژوبلې په اړه هیڅ رسمي غبرګون نه دی ښودلی. دې وضعیت د سیمه ییزو خلکو ترمنځ سخته اندیښنه راپارولې ده.

#نیمروز #افغانستان #پیښه

Author