د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا ویلي چې په منځني ختیځ کې وروستیو شخړو پر افغانستان منفي اغېزې کړي دي. د دې کړکېچ له امله ګڼ شمېر افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

د راپورونو له مخې، له ایران او پاکستان څخه د سلګونه زره افغانانو راستنېدو پر سرحدي ولایتونو او ښارونو بې ساري فشار راوړی دی. دې وضعیت د مرستندویه ادارو لپاره د لومړنیو خدمتونو وړاندې کول خورا ستونزمن کړي دي.

اوچا خبرداری ورکوي چې د سوداګریزو لارو تړل کېدو او د ټرانسپورټي لګښتونو لوړېدو د خوراکي توکو بیې لوړې کړي دي. دا اقتصادي بحران کولای شي په ټول افغانستان کې د خوړو نشتوالی لا پسې زیات کړي.

#افغانستان #اقتصاد #منځنی\_ختیځ

🌐

Author