د بشري حقونو د څار سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي چې پاکستاني چارواکو د طالبانو له حکومت سره تر وروستیو سرحدي نښتو وروسته د افغان کډوالو ځورونه او په زوره شړل زیات کړي دي.
دې سازمان زیاته کړې چې د پاکستاني پولیسو دې ناوړه چلند افغان کډوال له روغتونونو، ښوونځیو او نورو لومړنیو خدمتونو څخه بې برخې کړي دي. پولیس هغه کډوال هم نیسي چې قانوني اسناد لري او د خوشې کېدو په بدل کې ترې بډې غواړي.
روان میلادي کال کې لسګونه زره افغان کډوال له پاکستان څخه ایستل شوي دي. د بشري حقونو سازمان خبرداری ورکوي چې په زوره ایستل شوي افغانان، په ځانګړې توګه خبریالان او مدني فعالان، په افغانستان کې له جدي ګواښونو سره مخ کېدای شي.
#افغان\_کډوال #بشري\_حقونه #پاکستان
🌐