روسي چارواکو اعلان کړی چې نامعلومو کسانو د اودمورتیا په جمهوریت کې د افغان جګړې د وژل شویو سرتیرو د یادګار یوه برخه ویجاړه کړې ده. دا پیښه د کز په ښارګوټي کې شوې او په ترڅ کې یې د دې تاریخي ودانۍ بنسټیزو کاشیانو ته سخت زیان رسیدلی دی.

د روسیې د څیړنو کمیټې د تاریخي ودانیو د ویجاړولو په اړه یوه جنایي دوسیه پرانیستې او د عاملینو د پیژندلو هڅې روانې دي. سیمه ییزو چارواکو دا کار تاریخ ته د سپکاوي نښه بللې او د عاملینو په قانوني سزا یې ټینګار کړی دی.

دا یادګارونه هغو شوروي پوځیانو ته ځانګړي شوي چې د ۱۹۷۹ او ۱۹۸۹ کلونو ترمنځ په افغانستان کې وژل شوي یا ټپیان شوي دي. په وروستیو کلونو کې د روسیې په نورو ښارونو کې هم ورته پیښې راپور شوي دي.

#روسیه #افغان\_جګړه #یادګار #تاریخ

🌐

Author