د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې ازبکستان ته د دوی د پلاوي د سفر پر مهال په پولو کې د نشه یي توکو د قاچاق د مخنیوي لپاره نوی هوکړه لیک لاسلیک شوی دی. دواړو لورو پریکړه کړې چې د لا زیاتې همغږۍ لپاره یوه ګډه تخنیکي ډله جوړه کړي.
د طالبانو د حکومت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال د ازبکستان د کورنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ. ازبک چارواکو هم د دې ناوړه پیښې پر وړاندې د ګډې مبارزې او د پولو د امنیت د تامین لپاره خپل بشپړ چمتووالی ښودلی دی.
ازبکستان په وروستیو میاشتو کې د افغانستان له پولو څخه د نشه یي توکو د قاچاق په اړه اندیښنې څرګندې کړې وې. د دغه هیواد سرحدي ځواکونو په دې وروستیو کې د تریاکو او چرسو څو لویې کڅوړې کشف او نیولي دي.
#افغانستان #ازبکستان #نشه\_يي\_توکي #سرحدي\_امنیت
🌐