د کمرسانت معتبرې ورځپاڼې چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ته نږدې ده، د افغانستان په وړاندې د مسکو په سیاست کې د جدي بیاکتنې غوښتنه کړې ده. دې ورځپاڼې خبرداری ورکړی چې یوازې د طالبانو پر حکومت تکیه کول یو ستراتیژیک خطر دی او کولی شي په سیمه کې د روسیې ګټې وګواښي.

یوه وتلي ختیځ پیژندونکي په یوه مقاله کې وړاندیز کړی چې مسکو باید د سیمې له نورو هیوادونو لکه ایران، پاکستان او تاجکستان سره څو اړخیزې اړیکې پیل کړي. هغه په دې باور دی چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت لا هم بې ثباته دی او کولی شي په یوه لوی سیمه ییز بحران بدل شي.

لیکوال د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ سرحدي کړکیچونو او د سخت دریځو ډلو شتون ته هم اشاره کړې ده. د دې تحلیل له مخې، تر څو چې په پولو کې ریښتینی امنیت تامین نه شي، د اورګاډي پټلۍ او د انرژۍ د لیږد په ګډون هیڅ لویه اقتصادي پروژه به بریالۍ نه شي.

#روسیه #افغانستان #طالبانو\_حکومت #بهرنی\_سیاست

🌐

Author