د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره په یوه ټیلیفوني اړیکه کې د سیمې د مهمو پرمختګونو په اړه خبرې اترې وکړې. دوی په دې اړیکه کې د دوه اړخیزو اړیکو او په سیمه کې د جګړې د وضعیت په اړه نظرونه تبادله کړل.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، ښاغلي متقي د ایران او امریکا ترمنځ دیپلوماتیک چلند خورا رغنده بللی دی. هغه د خبرو اترو له لارې د مسلو پر سوله ییز حل ټینګار کړی ترڅو په سیمه کې د کړکیچ د پراختیا مخه ونیول شي.
په ورته وخت کې، ښاغلي عراقچي هم د کابل او تهران ترمنځ په دوه اړخیزو اړیکو کې د مثبتو پرمختګونو له امله خوښي څرګنده کړې ده. دواړو لورو د سوداګریزو راکړو ورکړو زیاتوالی او د اقتصادي همکاریو پراختیا د دواړو ګاونډیانو ترمنځ د باور د پیاوړتیا نښه وبلله.
#طالبانو\_حکومت #ایران #امریکا #دیپلوماسي
🌐