د ایپل مشهور شرکت په دې وروستیو کې اعلان کړی چې د هارډویر انجینرۍ اوسنی مدیر جان ترنس به د سپتمبر له میاشتې څخه د دې شرکت نوی اجرایوي رییس وي. اوسنی اجرایوي رییس ټیم کوک له پنځلسو کلونو بریالۍ رهبرۍ وروسته له خپلې دندې استعفا کوي.

۶۵ کلن ښاغلی کوک به له دې بدلون وروسته د ایپل د مدیره هیئت د رییس په توګه خپل فعالیت ته دوام ورکړي. ترنس په داسې شرایطو کې د رهبرۍ چارې په غاړه اخلي چې ایپل د مصنوعي استخباراتو په برخه کې د خپلو پیاوړو سیالانو په پرتله یو څه وروسته پاتې ارزول کیږي.

د ټیم کوک د مدیریت په دوره کې، د ایپل د بازار ارزښت د پام وړ وده وکړه او نږدې څلور ټریلیون ډالرو ته ورسید. نوي اجرایوي رییس دا بدلون د ځان لپاره یو لوی ویاړ ګڼلی او په دې نړیوال ټیکنالوژۍ شرکت کې یې د نوښت په دوام ټینګار کړی دی.

#ټیکنالوژي #ایپل #جان\_ترنس #مصنوعي\_استخبارات

🌐

Author