کینیايي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هیواد سترې محکمې امریکا ته د افغان پارلمان د پخواني غړي عبدالظاهر قدیر د سپارلو پریکړه تایید کړې ده. هغه د مخدره توکو او وسلو د قاچاق له تورونو سره مخ دی.
دغې محکمې ویلي چې کینیا خپلو نړیوالو تړونونو ته ژمنه ده او د هغه د سپارلو لپاره د امریکايي چارواکو غوښتنه بشپړه سمه ده. ظاهر قدیر تیره میاشت په نایروبي ښار کې د سوداګریز سفر پر مهال ونیول شو.
د دې پخواني افغان چارواکي وکیل استدلال کړی و چې د کینیا او امریکا ترمنځ د استرداد کوم تړون نشته. خو قاضیانو دا ادعا رد کړه او ټینګار یې وکړ چې هغه باید د محاکمې لپاره متحده ایالاتو ته واستول شي.
🌐 #ظاهر\_قدیر #کینیا #امریکا