د بدخشان ولایت په ځینو برخو کې د طالبانو د حکومت او د ازادۍ جبهې ترمنځ سختې نښتې دویمې اونۍ ته وغځېدې. ځایی اوسیدونکی وایی چې دا جګړې ډیری په زیباک ولسوالۍ کې متمرکزې دی او خلک یې سخت اندیښمن کړی دی.
په داسې حال کې چې د طالبانو د حکومت چارواکی دا پیښې اوازې بولی او ارزښت یې کم ګڼی، د ازادۍ جبهه ادعا کوی چې طالبانو ته یې درانه تلفات اړولی دی. په ورته وخت کې، د طالبانو والی له مخالفو ډلو غوښتی چې خبرو ته کښینی.
امنیتی شنونکی وایی چې د دې نښتو دوام په لرو پرتو سیمو کې د همغږو بریدونو لپاره د مخالفو ډلو وړتیا ښیی. دا وضعیت د دواړو لورو لپاره د بدخشان ولایت ستراتیژیک اهمیت هم په ګوته کوی.
#بدخشان #طالبان #افغانستان #امنیت
🌐