سیمه ییزې سرچینې وایي چې پاکستاني پوځیانو د کونړ ولایت د مرکز اسعد آباد پر ځینو برخو پرله پسې توغندیز بریدونه کړي دي. د دغو بریدونو له امله تر اوسه د مرګ ژوبلې کره شمېر نه دی په ډاګه شوی او د طالبانو حکومت هم په دې اړه څه نه دي ویلي.
په ورته وخت کې ملګرو ملتونو په کونړ کې د ملکي بنسټونو د ویجاړېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده. د دغه سازمان یوه ویاند تایید کړه چې په دانګام ولسوالۍ کې د وروستیو بریدونو له امله یو روغتون، یو ښوونځی او یو مخابراتي برج زیانمن شوي دي.
سره له دې چې په ارومچي کې د دواړو لورو تر منځ خبرې اترې شوې دي، خو د اوربند په رامنځته کولو کې پاتې راغلي دي. د ملکي تلفاتو له زیاتوالي سره سره لا هم په پولو کې تاوتریخوالی روان دی.
#افغانستان #پاکستان #کونړ
🌐