په پروان ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وايي چې طالبانو د تېر حکومت یو پخوانی پوځي افسر نیولی او شکنجه کړی دی. د حبیب الله شاهي په نوم دا کس د دوشنبې په ورځ د کب په ۴مه د جبل السراج ولسوالۍ له خپل کور څخه نیول شوی او نامعلوم ځای ته وړل شوی دی .
د سرچینو په وینا، شاهي په جمهوري نظام کې په بغلان کې د پولیسو ځانګړی افسر و او د حکومت له سقوط وروسته یې کروندګري کوله. عینی شاهدان وايي چې طالبانو نوموړی تر سخت وهلو ډبولو وروسته له ځان سره بیولی دی، چې دې کار د پخوانیو پوځیانو د امنیت په اړه اندیښنې زیاتې کړې دي .
سره له دې چې د طالبانو مشرتابه عمومي بخښنه اعلان کړې، د پخوانیو پوځیانو د نیولو، شکنجه کولو او وژلو ګڼ راپورونه ورکړل شوي دي. طالبانو تر اوسه د حبیب الله شاهي د نیولو په اړه څه نه دي ویلي، خو دا کړنې د عمومي بخښنې خلاف ګڼل کیږي .

پروان #بشريحقونه #خپلېسرېنیونې #پخوانيپوځیان #طالبان #جبلالسراج #شکنجه #عموميبخښنه #دافغانستانامنیت #دحقونوسرغړونه

Author