د طالبانو حکومت د سرحدونو وزیر نورالله نوري په تخار ولایت کې یوې غونډې ته ویلي چې پاکستان د ډیورنډ کرښې د په رسمیت پیژندلو هڅه کوي. هغه د پاکستاني چارواکو دا هدف په بشپړه توګه ناممکن وباله.
ښاغلي نوري په خپله وینا کې پاکستان د هیواد په بې ثباته کولو تورن کړ او زیاته یې کړه چې د سرحدونو موضوع لا هم یو لوی اختلاف پاتې دی. هغه ټینګار وکړ چې افغانان د جګړې په لټه کې نه دي خو له خپلې خاورې دفاع کوي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې په دې وروستیو کې د محمد محقق له خبرو وروسته د ډیورنډ کرښې په اړه بحثونه جنجالي شوي دي. د طالبانو حکومت او پاکستان اړیکې هم د همدې سرحدي کړکیچونو له امله له ډیرو پیچلتیاوو سره مخ دي.
🌐 #ډیورنډ\_کرښه #پاکستان #طالبانو\_حکومت