د طالبانو حکومت سترې محکمې اعلان کړی چې د بدخشان ولایت په خاش ولسوالۍ کې یې یوه ښځه او یو سړی د خلکو په وړاندې په درو وهلي دي. د راپورونو له مخې، دا کسان له واده پرته د اړیکو په تور هر یو نهه دیرش دورې وهل شوي او پر یو کال بند محکوم شوي دي.
دا پرېکړه د غویي میاشتې په دویمه نېټه د طالبانو حکومت د لوړ پوړو چارواکو تر تایید وروسته عملي شوه. موندنې ښیي چې د روان کال له پیله تر اوسه لسګونه کسان په بېلابېلو ولایتونو کې په بدني جزا محکوم شوي دي.
د بشري حقونو بنسټونو تل د طالبانو حکومت دغه کړنې غندلې او غیر معیاري یې بللې دي. دا بنسټونه ټینګار کوي چې تورن کسان د مدافع وکیل او عادلانه محاکمې له حقونو څخه بې برخې دي.
#افغانستان #بشري\_حقونه #بدخشان
🌐