د طالبانو حکومت د سرحدونو او قومونو چارو وزیر نورالله نوري ادعا کوي چې ځینې بهرنۍ استخباراتي ادارې د افغانستان د امنیت خرابولو هڅه کوي. هغه ټینګار وکړ چې خلک به د دې دسیسو ښکار نشي او دوکه به ونه خوري.

د طالبانو حکومت دغه چارواکي په بدخشان ولایت کې یوې غونډې ته وویل چې دوی پر ټول افغانستان بشپړ حاکمیت لري. هغه زیاته کړه چې اوسنۍ اداره له ټولو هیوادونو سره ښې اړیکې غواړي خو هیڅکله په کورنیو چارو کې د لاسوهنې اجازه نه ورکوي.

نوري همدارنګه د ډیورنډ کرښه یوه فرضي کرښه او ملي مسله وبلله چې د رسمي پولې په توګه د منلو وړ نه ده. هغه د مخالفو وسله والو ډلو فعالیتونه تر ډیره د بهرنیو مرستو د جلبولو لپاره تبلیغاتي هڅې وبللې.

#د\_طالبانو\_حکومت #افغانستان #بدخشان

🌐

Author