د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ اعلان کړی چې واشنګټن دمګړۍ د ایران له اوسنیو چارواکو سره په خبرو او تعامل کې دی. هغه زیاته کړې چې تهران لیوالتیا لري ترڅو یوې موافقې ته د رسیدو لپاره خبرې اترې پیل کړي.

ترمپ ویلي چې امریکایي چارواکي په ایران کې له هغو خواوو سره په اړیکه کې دي چې اوس مهال واک په لاس کې لري. د هغه په وینا ایران غواړي داسې یو وړاندیز وکړي چې د امریکا غوښتنې پکې پوره شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې په منځني ختیځ کې ډیپلوماټیکې هڅې لاهم روانې دي. په ورته وخت کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د سیمه ایزو خبرو لپاره اسلام اباد ته سفر کړی دی.

#امریکا #ایران #منځنی\_ختیځ

🌐

Author