نظیر پکتیاوال چې یو افغان کډوال و د امریکا په تکزاس ایالت کې د کډوالۍ ادارې لخوا له نیول کیدو وروسته مړ شوی دی. د هغه کورنۍ د دې پیښې د روښانه کیدو او عدالت غوښتنه کړې ده.
د کورنۍ په وینا هغه له مړینې مخکې تبه او د ساه لنډۍ ستونزه لرله خو پر وخت طبي مرسته ورته نده رسیدلې. ورور یې وایي چې د بیړنۍ مرستې لپاره یې ډیرې هڅې وکړې خو چا ورته پام ونکړ.
نظیر په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو پخوانی همکار و او هلته یې مهاجرت کړی و. د امریکا د کډوالۍ ادارې ویلي چې نوموړی په روغتون کې مړ شوی خو کورنۍ یې دا ادعاوې په کلکه ردوي.
#افغان\_کډوال #امریکا #عدالت
🌐