د ایران د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته رسېدلی دی. دغه سفر د دوه اړخیزو مسایلو او سیمه ییزو پرمختګونو د څېړلو په موخه ترسره شوی دی.

پاکستاني چارواکو تایید کړې چې دغه هیئت به د لومړي وزیر له مرستیال اسحاق ډار او د پوځ له مشر عاصم منیر سره وګوري. د دې لیدنو اصلي موخه په سیمه کې د سولې او ثبات ټینګښت بلل شوی دی.

په ورته وخت کې سپینې ماڼۍ هم خبر ورکړی چې امریکایي استازي پاکستان ته سفر کوي. یوه پاکستاني چارواکي ویلي چې د امریکا او ایران تر منځ د هوکړې ډېر احتمال شتون لري.

#پاکستان #ایران #امریکا #عراقچي #خبرې

🌐

Author