د بشري حقونو د څار سازمان ویلي چې پر ښځو د طالبانو د حکومت محدودیتونه یوازې تر افغانستان پورې محدود نه دي. دا سازمان وایي چې له هېواده بهر هم د افغان ښځو د غږ چوپ کولو هڅې روانې دي.

د دې سازمان یوې څېړونکې فرشته عباسي ویلي چې افغان ښځې په بهرنیو رسنیو کې هم د جبري حجاب او ځانګړو شرایطو سره مخ دي. هغې زیاته کړه چې ترې غوښتل شوي وو ترڅو د هغې پر ځای یو سړی خبرې وکړي.

دا راپور ټینګار کوي چې د ښځو لپاره د بیان آزادي سخته محدوده شوې ده. ښځې له ټولنیزو فعالیتونو بې برخې شوي او په ډېرو سیمو کې ښځینه خبریالانو ته د کار اجازه نه ورکول کیږي.

#افغان\_ښځې #بشري\_حقونه #رسنۍ #آزادي

🌐

Author