د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی چې په افغانستان کې د خوراکي توکو بیې لا هم خورا لوړې دي. په ورته وخت کې د افغانانو لپاره د کار فرصتونه ډېر محدود دي او دې وضعیت پر کورنیو اقتصادي فشارونه زیات کړي دي.
راپورونه ښیي چې د تېر کال په پرتله د غنمو بیه یو ویشت سلنه لوړه شوې ده. سره له دې چې بازارونه فعال دي خو د لومړنیو توکو بیې لوړې پاتې دي او د پولو تړل کېدو د ټرانسپورټ لګښتونه هم ډېر کړي دي.
که څه هم کار ته لاسرسی لږ څه ښه شوی خو د خلکو د پېرلو ځواک لا هم ټیټ دی. د بیو پرله پسې لوړېدو د کارګرانو د لږو عایداتو اغېز په بشپړه توګه له منځه وړی دی.
#افغانستان #اقتصاد #خوراکي\_توکي
🌐