د افغانستان د راتلونکي انځورولو کنفرانس د اوټاوا مشورتي پروسې په نوښت او په کاناډا کې د سیاسي څېرو او مدني فعالانو په ګډون جوړ شو. دا ناسته د ګډو خبرو پر بنسټ د افغانستان د راتلونکي ټاکلو په موخه جوړه شوې وه.
د بشري حقونو د کمیسیون پخوانۍ مشرې سیما سمر په دې ناسته کې وویل چې له بحرانه وتل د ډله ییز مسؤلیت منلو ته اړتیا لري. ویناوالو د ستونزو د حل لپاره د افغان دیاسپورا او کاناډا حکومت ترمنځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.
په دې کنفرانس کې ګډونوالو د بشري حقونو نقض او د ښځو پر وړاندې محدودیتونو په څېر ننګونې وڅېړلې. دوی د ملي باور په رغولو او ټولنیزې رهبرۍ کې د افغان ځوان نسل پر کلیدي رول ځانګړی تمرکز درلود.
#افغانستان #کاناډا #دیاسپورا #مهاجرت #بشري\_حقونه
🌐