یوې نسبتا زورورې زلزلې د افغانستان د بدخشان ولایت ځینې برخې او د ګاونډي تاجیکستان سیمې په کلکه ولړزولې. دې طبیعي پېښې د سیمې د اوسېدونکو ترمنځ سخته وېره او ډار رامنځته کړی دی.

د امریکا د ځمکپوهنې ادارې د دې زلزلې شدت د ریشتر په کچه پنځه اعشاریه یو درجې اعلان کړی دی. د دې زلزلې اصلي مرکز د تاجیکستان په خوروغ سیمه کې او د ځمکې په یک سلو پنځه کیلومترۍ کې ښودل شوی دی.

تر اوسه د دې طبیعي پېښې د مالي زیانونو او ځاني تلفاتو په اړه دقیق معلومات په واک کې نشته. د طالبانو حکومت چارواکو هم تر اوسه په بدخشان ولایت کې د دې زلزلې د اغېزو په اړه هېڅ راز څرګندونې نه دي کړې.

#زلزله #بدخشان #تاجیکستان

🌐

Author