د امریکا د متحدو ایالتونو د پوځ مرکزي قوماندانۍ اعلان کړی چې اته دېرشو ایراني سوداګریزو بېړیو ته یې د بېرته ستنېدو امر کړی دی. دا اقدام د ایران پر بندرونو د سمندري کلابندۍ له پیل راهیسې په جدي توګه پلي شوی دی.

دې قوماندانۍ ټینګار کړی چې امریکايي سمندري ځواکونه د ایران په بندرونو کې د بېړیو تګ راتګ په کلکه څاري. دغه راز هغه راپورونه هم په کلکه رد شوي چې ګواکې ځینې بېړۍ له دې کلابندۍ څخه تښتېدلې دي.

دغو بېړیو نړیوالو بازارونو ته د وړاندې کولو لپاره په میلیونونو بېرله تېل لېږدول خو د امریکايي ځواکونو له خنډ څخه په تېرېدو کې پاتې راغلې. ایراني چارواکو تر اوسه په دې اړه چوپتیا غوره کړې خو مخکې یې خبرداری ورکړی و.

#سنتکام #امریکا #ایران

🌐

Author