وتلي هندي لوبغاړي سوراب شوکلا په یوه تازه مرکه کې د شاهرخ خان د راتلونکي فلم (کنګ) د لویوالي په اړه خبرې کړي او ویلي یې دي چې دا فلم ګڼ شمېر ستوري لري.
هغه شاهرخ خان یو لوی او زړه راښکونکی سړی وباله او زیاته یې کړه چې د سینما ډیری مشهور ستوري په دې فلم کې شتون لري. راني مکرجي، ډیپیکا پاډوکون، ابیشک باچان او سوهانا خان هم په دې پروژه کې رول لوبوي.
د دې فلم په ټیزر کې شاهرخ خان له سپینو ویښتانو سره په یوه متفاوت او جالب رول کې ښکاري. دا فلم به د ۲۰۲۶ کال په ډسمبر کې نندارې ته وړاندې شي.
#شاهرخ_خان #بالیووډ #کنګ_فلم #سوراب_شوکلا #ډیپیکا_پاډوکون #هندي_سینما #سوهانا_خان #تفریح