د باکینګهام ماڼۍ تایید کړې چې د امریکا متحدو ایالتونو ته د بریتانیا د پاچا درېیم چارلز رسمي سفر به له مخکېني پلان سره سم ترسره شي. دا سفر په سپینه ماڼۍ کې د ماښامنۍ پر مهال د ډزو له پېښې سره سره ترسره کیږي.

ټاکل شوې چې درېیم چارلز او ملکه کامیلا د یوه څلور ورځني سفر لپاره امریکا ته ورسیږي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ډاډ ورکړی چې په سپینه ماڼۍ کې امنیتي تدابیر خورا کلک دي او د بریتانیا پاچا ته هېڅ ګواښ نه شته.

د دې مهم سفر موخه د نړیوالو کړکېچونو په منځ کې د امریکا او بریتانیا ترمنځ د اړیکو پیاوړي کول دي. امریکايي امنیتي چارواکي په دې باور دي چې وروستیو ډزو کې ښايي دولتي چارواکي په نښه شوي وي خو اوس وضعیت په بشپړ ډول تر کنټرول لاندې دی.

#بریتانیا #امریکا #واشنګټن

🌐

Author