فاکس نیوز شبکې راپور ورکړی چې د ډونالډ ټرمپ د اوسېدو ځای ته څېرمه د ډزو کوونکی شکمن کس ښايي په همغه هوټل کې مېلمه و. دا برید په واشنګټن کې د خبریالانو د ماښامنۍ پر مهال رامنځته شوی دی.
۳۱ کلن بریدګر چې کول الن نومېږي، د کالیفورنیا ایالت اوسېدونکی دی. د امریکا د فدرالي پلټنو اداره یا ایف بي آی اوسمهال د هغه اپارتمان او ګرځنده ټیلیفونونه څېړي ترڅو د هغه اړیکې او موخې معلومې کړي.
ډونالډ ټرمپ له دې پېښې وروسته وویل چې مرمۍ پر یوه امنیتي ساتونکي لګېدلې، خو د مرمۍ ضد واسکټ د اغوستلو له امله هغه ته زیان نه دی رسېدلی. هغه همداراز له بهرنیو هېوادونو سره د دې برید هر ډول تړاو رد کړ.
#امریکا #ټرمپ #ایف\_بي\_آی #ډزې
🌐