د کابل په کوربه توب د اوو اسیايي هېوادونو د ورزشکارانو په ګډون د دودیزو رزمي لوبو سیالۍ د رستمي غېږنیونې په برخه کې د افغانستان په اتلولۍ پای ته ورسېدې. دا لوبې د نندارچیانو له تود هرکلي سره مخ شوې.

په دې ټورنمنټ کې د قرغزستان، ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان، ایران، ترکیې او افغانستان ۱۶۰ ورزشکارانو برخه اخیستې وه. سیالۍ د کورش، رستمي غېږنیونې او ګشتین ګیري په درېیو برخو کې په بېلابېلو وزنونو کې ترسره شوې او غوره وړتیاوې پکې نندارې ته وړاندې شوې.

د رستمي غېږنیونې په سیالیو کې د ازبکستان او تاجکستان ورزشکارانو په ترتیب سره دویم او درېیم مقامونه وګټل. په پای کې ګټونکو ته مډالونه، ستاینلیکونه او نغدي جایزې ورکړل شوې ترڅو نور هم وهڅول شي.

#افغان #افغانستان #ورزش #رستمي\_غېږنیونه

🌐

Author