د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزیر محمد یونس اخندزاده سعودي عربستان ته د خپل سفر په ترڅ کې په ریاض کې د افغانستان له سفارت څخه لیدنه کړې ده.

د اوبو او انرژۍ وزارت وايي چې نوموړي په دې لیدنه کې په سعودي عربستان کې د افغانستان له سفیر عبدالفتاح رحیمي او د سفارت له مسوولینو او کارکوونکو سره کتلي دي.

د راپورونو له مخې، د اوبو او انرژۍ وزیر په دې کتنه کې مسوولیت یو امانت بللی او د سفارت له کارکوونکو یې غوښتي چې په سعودي عربستان کې مېشتو افغانانو ته له خنډ او ځنډ پرته خدمتونه وړاندې کړي.

په دې لیدنه کې په یاد هیواد کې د افغان ټولنې لپاره د اغیزمنو او شفافو قونسلګري خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار وشو. ښاغلي اخندزاده همدارنګه د سفارت کارکوونکي وهڅول چې د افغانستان د ملي ګټو لپاره کار وکړي.

په دې کتنه کې د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او د ګډو همکاریو د پراختیا په اړه هم خبرې شوې دي.

دا سفر د طالبانو د حکومت د هغو دیپلوماتیکو هڅو یوه برخه ده چې غواړي د سیمې او نړۍ له هېوادونو، په ځانګړې توګه له اسلامي هېوادونو سره تعامل وکړي ترڅو په افغانستان کې د پراختیایي پروژو لپاره ملاتړ او پانګونه راجلب کړي.

Author