سپینې ماڼۍ تازه تایید کړې چې د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت ټیم د ایران لخوا د سولې وړاندیز شوې طرحه څیړي. دا طرحه د جګړې د درولو او د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو په موخه امریکایي چارواکو ته وړاندې شوې ده.
د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لویت اعلان کړی چې د دې وړاندیز له څیړلو سره سره به د واشنګټن سرې کرښې لاهم پر خپل ځای وي. د راپورونو له مخې د دې نوې طرحې په چوکاټ کې ټاکل شوې چې د ایران د اټومي پروګرام اړوند خبرې اترې د یوې مودې لپاره وځنډول شي.
د پام وړ ټکی دا دی چې دا څیړنه یوازې د ټرمپ د ملي امنیت ټیم لخوا ترسره کیږي نه د امریکا د ملي امنیت شورا لخوا چې ځانګړي قانوني غړي لري. راپورونه ښیي چې ایراني چارواکو دا طرحه د پاکستاني منځګړو له لارې متحده ایالاتو ته وړاندیز کړې ده.
#امریکا #ایران #هرمزتنګی #ډونالډټرمپ
🌐