نن سه شنبه د غویي اتمه په افغانستان کې د ډاکټر نجیب الله د حکومت پر وړاندې د مجاهدینو د ډلو د بریا له کلیزې سره برابره ده. څلور دیرش کاله وړاندې په همدې ورځ افغان مجاهدینو له څوارلس کلنې جګړې وروسته وکولای شول هغه حکومت چې د شوروي تر ملاتړ لاندې و مات کړي.

د طالبانو حکومت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د غویي اتمه یوه ویاړلې تاریخي ورځ او د بریا سمبول بللی دی. هغوی د غویي اوومه کودتا او پر افغانستان د شوروي ځواکونو یرغل په کلکه غندلی او د مجاهدینو بریا یې یو ستر الهي نعمت بللی دی.

سره له دې ډیری هیوادوال او سیاسي کارپوهان د دې ورځې په اړه متفاوت لیدلوری لري. هغوی په دې باور دي چې په دیارلس سوه او یو اویایم لمریز کال کې د مجاهدینو له بریا وروسته په هیواد کې د کورنیو جګړو او تاوتریخوالي یو نوی فصل پیل شو چې ډیرې ویجاړۍ یې رامنځته کړې.

#غویی\_اتمه #مجاهدین #افغانستان #تاریخ

🌐

Author