د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د بریتانیا له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې وویل چې په افغانستان کې امنیتي او ټولنیز وضعیت ښه شوی دی. دوی له پاکستان سره د وروستیو تاوتریخوالو او د دوحې د ناستو په اړه خبرې وکړې.
متقي په دې لیدنه کې ټینګار وکړ چې د طالبانو حکومت له نړیوالې ټولنې سره د مثبتو اړیکو په لټه کې دی او چا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکاروي. هغه له بیلابیلو هیوادونو سره د دیپلوماتیکو اړیکو د پراختیا غوښتنه وکړه.
د بریتانیا استازي د وروستیو بریدونو له قربانیانو سره د خواخوږۍ ترڅنګ، د افغانستان له خلکو سره د خپل هیواد د بشري مرستو پر دوام ټینګار وکړ. هغه همدارنګه د لا زیاتو سفرونو او نږدې تعامل لپاره د لندن د چمتووالي خبر ورکړ.
🌐 #افغانستان #بریتانیا #امنیت #طالبان