نیویارک ټایمز ورځپاڼې افشا کړه چې د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو په یوه ټیلیفوني اړیکه کې له ډونالډ ټرمپ غوښتي چې پر ایران د امریکا پوځي غبرګون وځنډوي.

نتانیاهو د دې غوښتنې لامل د احتمالي برید د پایلو پر وړاندې د اسرائیل د دفاع نشتوالی بللی دی.


په ورته وخت کې، وال سټریټ ژورنال راپور ورکړی چې د ټرمپ سلاکارانو ورته خبرداری ورکړی چې پوځي برید به حتماً په ایران کې د رژیم د بدلون لامل نشي.

دوی په دې باور دي چې امریکا د پراخ برید او په سیمه کې د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره ډیرو چمتووالو ته اړتیا لري.


دا بدلونونه په داسې حال کې رامنځته کیږي چې د سیمې عربي هیوادونه لکه سعودي عربستان او قطر هم د جګړې د مخنیوي لپاره مشورې کوي.

د جګړې له پیچلو او اټکل نه کیدونکو پایلو اندیښنه د دې خبرو اصلي چورلیز دی .

اسرائیل #ایران #ټرمپ #نتانیاهو #جګړه #منځنیختیځ #دامریکاسیاست #نیویارکټایمز #امنیت #بیړنی_خبر #ډیپلوماسي

Author