الماني رسنیو خبر ورکړی چې دغه هیواد پنځه ویشت افغانان چې په جرمونو تورن وو په یوه چارټر الوتنه کې کابل ته اخراج کړي دي. دا کسان په غلا او د مخدره توکو د قاچاق په څیر جرمونو محکوم شوي وو او مستقیم له زندانونو څخه هوایی ډګر ته لیږدول شوي دي.

دغې الوتکې د لایپزیګ ښار څخه الوتنه کړې او کابل ته له رسیدو مخکې یې د ترکیې په ترابزون ښار کې لنډ تم ځای درلود. د المان امنیتي ځواکونو دغه کسان تر هوایی ډګر پورې ملتیا کوله ترڅو د اخراج لړۍ په سمه توګه بشپړه شي.

دا ګام د هغو کډوالو د اخراجولو لپاره د المان د پراخ سیاست یوه برخه ده چې جرمي سابقه لري. تر دې وړاندې هم المان لسګونه افغانان په ورته الوتنو کې افغانستان ته لیږلي وو.

#افغانستان #المان #کډوال #اخراج

🌐

Author