د خدیجې امین په نوم یوې افغان خبریالې د بې حجابې په نوم نوی کتاب د هسپانیا په مادرید ښار کې نندارې ته وړاندې کړ. دا کتاب د حکومت طالبان تر واکمنۍ لاندې د ښځو ترخې تجربې او د جبري کډوالۍ ستونزې بیانوي.
لیکوالې په دې کتاب کې د خپل شخصي ژوند او په کورنۍ کې د سختو محدودیتونو انځورونه وړاندې کړي دي. هغې ویلي چې کلونه یې په داسې شرایطو کې تیر کړي چې حتی له کوره د یوازې وتلو اجازه یې هم نه لرله.
دا کتاب د هغو ښځو غږ دی چې د خپلو بشري حقونو او ازادیو د ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي. خدیجه امین اوس مهال په هسپانیا کې د ښځو د حقونو د فعالې او خبریالې په توګه خپل کار ته دوام ورکوي.
#دښځوحقونه #افغان\_ښځې #کتاب
🌐