یو شمیر امریکايي سناتورانو له خپل حکومت څخه غوښتي چې د کانګو دیموکراتیک جمهوریت ته د افغان کډوالو د لیږدولو پلان سمدستي ودروي. دوی خبرداری ورکړی چې دا کار به د امریکا د پخوانیو متحدینو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړي.
په هغه لیک کې چې دوه ویشت سناتورانو لاسلیک کړی راغلي چې له زرو ډیر افغانان په قطر کې د میشت کیدو په تمه دي. ډیری دا کسان په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د حضور پرمهال د ژباړونکو او همکارانو په توګه کار کړی دی.
دغو امریکايي چارواکو هغه هیواد ته د کډوالو لیږد چې په خپله له بشري بحران سره مخ دی یو بې رحمه خیانت بللی دی. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د دې راپورونو په اړه څیړنه کوي.
#افغان\_کډوال #امریکا #بشري\_حقونه
🌐