د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې د ایران د بندرونو سمندري محاصره بریالۍ وه او له تهران یې وغوښتل چې تسلیم شي. بل خوا ایراني چارواکو دا فشارونه مسخره کړي او خبرداری یې ورکړی چې د تیلو بیې به لوړې شي.

د ایران سپاه پاسداران هم ګواښ کړی چې چې که دا محاصره دوام وکړي نو بې ساري ګامونه به پورته کړي. دې تاوتریخوالي د تیلو نړیوالې بیې په بې ساري توګه لوړې کړي او هر بیرل له یو سلو شل ډالرو څخه پورته شوی دی.

له دې نښتو سره هم مهاله پر لبنان د اسراییلو بریدونه هم زیات شوي او په منځني ختیځ کې بحران ورځ تر بلې پراخیږي. نړیوالو بنسټونو په لبنان کې د سختې لوږې او بحران د رامنځته کیدو په اړه خبرداری ورکړی دی.

#امریکا #ایران #منځنی\_ختیځ

🌐

Author