په ننګرهار ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وايي چې د بشیر خان په نوم یو کس د جلال اباد ښار په دویمه امنیتي حوزه کې په مرموز ډول وژل شوی دی. د دغه کس خپلوان په روغتون کې د هغه له مړینې وروسته خبر شوي دي.
د وژل شوي کس کورنۍ وايي چې د حکومت طالبان امنیتي ځواکونو د هغه د مړینې په اړه ضد او نقیضې کیسې بیان کړې دي. د دوی په وینا د دې کس پر بدن د سختې شکنجې او د څو مرمیو د لګیدو نښې ښکاره وې.
د بشیر خان خپلوانو په خپلو پیغامونو کې د دې قضیې د شفافې څیړنې او عدالت غوښتنه کړې ده. د حکومت طالبان سیمه ییزو چارواکو تر اوسه د دې کس د وژل کیدو د څرنګوالي په اړه له کوم رسمي وضاحت ورکولو ډډه کړې ده.
#ننګرهار #مرموزه\_وژنه #افغانستان
🌐