د طالبانو حکومت اعلان کړی چې په خوست ولایت کې یې د موسیقۍ سلګونه وسایل سوځولي دي. د دې ولایت د والي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا وسایل د شرعي اصولو سره د ټکر له امله راټول او له منځه وړل شوي دي.

د اعلامیې له مخې د امر بالمعروف ادارې محتسبینو د خپلو څارنیزو فعالیتونو په ترڅ کې دا وسایل راټول کړي او بیا یې په یوه ځانګړي ځای کې اور ورته کړی دی. د طالبانو حکومت چارواکو د دې کار موخه د اسلامي ارزښتونو پیاوړتیا او په ټولنه کې د اخلاقي فساد مخنیوی بللی دی.

دا ګام په داسې حال کې اخیستل کیږي چې پر افغانستان د طالبانو حکومت له بیا واکمنېدو وروسته پر کلتوري او هنري فعالیتونو په ځانګړي ډول موسیقۍ سخت محدودیتونه لګول شوي دي. د دې محدودیتونو له امله ډیری هنرمندان د هیواد پریښودو ته اړ شوي دي.

#موسیقي #خوست #افغانستان #هنر

🌐

Author