د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت اعلی وزیر، سهیل افریدي، اعلان کړی چې د تحریک انصاف ګوند (PTI) به خپل احتجاجي لاریون سبا، د یکشنبې په ورځ، د اکتوبر په ۴مه، پیل کړي. هغه ټینګار وکړ چې دا لاریونونه به "د اساسي قانون د حاکمیت او د خپلواکې قضایي قوې د بېرته راتګ" تر وخته دوام وکړي.

ښاغلي افریدي د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یوه پوسټ کې لیکلي چې دا لاریون به د لکي مروت ولسوالۍ له "ګنډي چوک" څخه پیل شي. هغه دې ته په اشارې چې پاکستان یو دیموکراتیک هېواد دی، د سوله ییز احتجاج حق د دغه هېواد په اساسي قانون کې یو تضمین شوی حق وباله.

دا لاریون مخکې د میزان په پنځمه نېټه ټاکل شوی و، خو د سختو امنیتي محدودیتونو او اسلام اباد ته د غځېدلو لارو د بندیدو له امله ځنډول شوی و. د تحریک انصاف ګوند پلویانو په وار وار د خپل زنداني مشر عمران خان د ازادۍ لپاره لاریونونه کړي دي.

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر د پاکستان پر اوسنیو واکمنانو تور ولګاوه چې په "جبري" توګه یې د هېواد کنټرول په لاس کې اخیستی او د خپل واک د ساتلو لپاره "پاکستان ته اور اچوي".

هغه همدارنګه ادعا وکړه چې د ۲۰۲۲ کال په دوبي کې د "رژیم له بدلون" وروسته، ترهګري یو ځل بیا په قصدي توګه پر خیبر پښتونخوا ایالت تپل شوې ده. افریدي وویل چې عمران خان تل ټینګار کړی چې د خپلو خلکو پر وړاندې پوځي عملیات او د بې پیلوټه الوتکو بریدونه د ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره یوه پایداره حل لاره نه ده او یوازې د هغې د زیاتوالي لامل کیږي.

سرچینه: رسنیز راپورونه

🌐

Author