د جرمني د بهرنیو چارو وزیر له خپل ایراني سیال سره په ټیلیفوني اړیکه کې د هرمز تنګي د سمدستي پرانیستلو او د دې هیواد د اټومي پروګرام د بشپړ درولو غوښتنه کړې ده. هغه ټینګار کړی چې جرمني د امریکا د نږدې متحد په توګه د تهران له اټومي وسلو سره مخالف دی.

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر اروپايي مشرانو د ایران په وړاندې د واشنګټن د تګلارو د نه ملاتړ له امله نیوکه کړې ده. په مقابل کې الماني چارواکو هم د امریکا لخوا د یوې روښانه ستراتیژۍ پر نشتوالي نیوکه کړې ده.

په ورته وخت کې راپورونه وايي چې ایران د پاکستان له لارې واشنګټن ته د سولې نوی وړاندیز کړی دی. په دې طرحه کې د هرمز تنګي تدریجي پرانیستل او د امریکا لخوا د ایران د بندرونو د کلابندۍ پای ته رسول شامل دي ترڅو د جګړې مخه ونیول شي.

#جرمني #ایران #منځنی\_ختیځ #امریکا

🌐

Author