د پاکستان د پوځ لوی درستیز عاصم منیر سرحدي سیمو ته د سفر پر مهال اعلان وکړ چې د افغانستان له خاورې امنیتي ګواښونه لا هم دوام لري. هغه ټینګار وکړ چې پاکستاني امنیتي ځواکونه به هر ډول پولې اخوا بریدونو ته غوڅ ځواب ورکړي او د نفوذ هڅې به شنډې کړي.
د پاکستان د پوځ د اعلامیې له مخې د دوی ځواکونو د دې ګواښونو په ځواب کې د وسله والو ډلو سنګرونه او بنسټونه په نښه کړي دي. اسلام اباد ادعا کوي چې د پوځي عملیاتو له ځنډولو سره سره د افغانستان له خاورې بریدونه نه دي دریدلي او د طالبانو له حکومت یې د اقدام غوښتنه کړې ده.
دا سرحدي تاوتریخوالی په داسې حال کې دوام لري چې د پاکستان هوايي بریدونو د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د لسګونه ملکي وګړو ژوند اخیستی دی. د ملګرو ملتونو راپورونه ښيي چې په دې بریدونو کې سلګونه کسان وژل شوي او ټپیان دي خو پاکستان تر اوسه ځواب نه دی ورکړی.
#افغانستان #پاکستان #امنیت #پوله
🌐