د کرکټ نړیوالې شورا په خپله تازه درجه بندۍ کې راشد خان یو ځل بیا د شل اوریزو او پنځوس اوریزو سیالیو د غوره توپ اچونکي په توګه معرفي کړی دی. هغه په دې درجه بندۍ کې خپل لومړی مقام ساتلی دی.

د دغه راپور له مخې، بل افغان توپ اچونکی مجیب ځدراڼ د نړۍ د لسو غوره توپ اچونکو په ډله کې نهم ځای خپل کړی دی. همدارنګه عظمت الله عمرزي د نړۍ د غوره لوبغاړو په منځ کې یو ویشتم مقام ګټلی دی.

دا لاسته راوړنه په داسې حال کې مخې ته راځي چې راشد خان په دې وروستیو کې ویلي وو چې د هند او استرالیا هېوادونو د تابعیت وړاندیزونه یې رد کړي دي. هغه ټینګار کړی چې یوازې د خپل هېواد لپاره لوبه کوي.

#کرکټ #راشد\_خان #افغان\_سپورت

🌐

Author