د طالبانو حکومت د کډوالو چارو وزارت اعلان کړی چې په تېره یوه اونۍ کې شاوخوا پنځه سوه افغانان د پاکستان له بېلابېلو زندانونو څخه خوشې شوي دي. دا کسان له ازادېدو وروسته بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، ډېری دا کسان د تورخم او سپین بولدک له لارو هېواد ته داخل شوي دي. د پاکستان پولیسو د دغو کډوالو د نیولو لامل د قانوني اوسېدو د اسنادو نشتوالی بللی و.
په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان بندیانو وضعیت تل د کتونکو تر نیوکو لاندې پاتې شوی دی. ډیری په دې باور دي چې د مناسب ملاتړ نشتوالي له امله کډوال په بهرنیو زندانونو کې له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.
#کډوال #پاکستان #افغانستان
🌐